1 څه ش ى ، څنگه او ول ې ؟ د كوچنيوالي د پوښتنو پاخه ځوابونه حوت ١٣٩٩ د ساينسي مقالو او ژباړو مجموعه ن. ا. ر. پسرلى 2 فهرست لومړۍ برخه - د پيل خبرې ................................ ................................ ............. 5 د ساينس ايپيسټيمولوژي (پوهنپوهن ه) ................................ .......................... 5 ساينس او د “ ولې ” پوښتن ې ................................ ................................ ......... 21 دوهمه برخه - ساده شوى عام ساينس ................................ ......................... 32 اور څه شى دى؟ ................................ ................................ ........................ 32 زلزله څه شى ده او ول ې مینځ ته راځي؟ ................................ ..................... 35 ږغ (غږ) څه شى دى؟ ................................ ................................ ............. 38 دايروي حركت ................................ ................................ ........................... 44 پوښتنه ................................ ................................ ................................ ....... 54 مدار څه شى دى؟ ................................ ................................ ...................... 58 آيا په وخت كښې ټوپ وهل ممكن دي؟ ................................ .................. 64 قبله او يو سپك د هندسې او مثلثاتو تمرين ................................ ................... 75 دريمه برخه - رڼا او رنگونه ................................ ................................ ............ 82 رنگ څه شي دى؟ ................................ ................................ .................... 82 د آسمان رنگ ول ې شين دى؟ ................................ ................................ ..... 88 3 اليكټرومقناطيسي طيف ................................ ................................ ............... 95 د بوډۍ ټال څه شى دى او څنگه مينځ ته راځي؟ ................................ 105 څلورمه برخه - هوا پېژندنه ................................ ................................ .......... 115 ورښت (باران) څه شى دى او څنگه مينځ ته راځي؟ ........................... 115 لوېدنه او د هوا مقاومت ................................ ................................ .......... 121 الوتكه څنگه الوزي؟ ................................ ................................ ................. 134 اتموسفيري فشار څ ه شى دى؟ ................................ ................................ 134 تالنده او برېښنا چيشي ده؟ ................................ ................................ ....... 137 پينځمه برخه - ژوندپوهنه ................................ ................................ ............ 145 ولې ژوند د تنوع نه ډك دى؟ ................................ ................................ .. 145 ولې مو گوتې او پندي تر لندېدلو وروسته گونجي كيږي؟ ....................... 158 شپږمه برخه - كاينات پيژندنه ................................ ................................ ...... 160 كړه ستر درز او د كايناتو زو ................................ ................................ ...... 160 زما ، ستا او په كايناتو كي د نورو ټولو شيانو ذرې چير ې جوړ ې شوي دي ؟ ................................ ................................ ................................ ................. 169 د كايناتو هندسي شكل او عاقبت ................................ ............................ 176 د كايناتو عظمت ................................ ................................ ...................... 181 4 فضا څه شى ده؟ ................................ ................................ ...................... 189 وخت څه شى دى؟ ................................ ................................ ................ 197 تور سورى څه شى دى؟ ................................ ................................ ......... 204 تار يكه ماده څه شى ده؟ ................................ ................................ .......... 217 اوومه برخه - نسبيت ................................ ................................ ................... 227 كلاسيك گالېلېيايي نسبيت ................................ ................................ ....... 227 خاص نسبي ت ................................ ................................ ........................... 233 عام نسبيت ................................ ................................ ................................ 248 اتمه برخه - كوانټم ميخانيك ................................ ................................ ......... 259 ولې اليكټرون هستې ته نه ورلوېږي؟ ................................ ........................ 259 آيا د نړۍ په باب د بشپړې پوه ې حاصلولو امكان شته؟ .......................... 266 آيا د هيڅ څخه كوم شى مېنځ ته راتلاى شي؟ ................................ ......... 274 آيا يو اليكټرون پر يوه وخت څو ځايه حضور درلودلاى شي؟ ................ 280 آيا طبېعت په بنسټ كښې قطعي دى كه تصادفي ؟ ................................ 289 5 لومړۍ برخه - د پيل خبرې د ساينس ايپيسټيمولوژي (پوهنپوهنه) پوهه چيشي ده ؟ كله چه موږ ادعا كوو چې په يو شي ”پوهېږو”، د دې معنا څه ده؟ زموږ د پوهې سرچينه څه ده، څنگه وپوهېږو چې د اعتبار وړ ده، او د پوهې حدود مو څومره دي؟ د لرغونې يونان فيلسوفانو لكه سقراط، افلاطون او ارسطو دوه نيم زره كاله وړاندې د دغو پوښتنو د ځوابو نو په لټه كښ ې سرونه سپين كړل، خو تر پايه يې جامع او د قناعت وړ ځوابونه ونه موندل. د ”پوهې” تعريفول د فلسفې د علم يوه بشپړه څانگه ده چې اېپيسټيمولوژي يا ”د پوهې پوهنه” يا ”پوهنپوهنه” بلل كيږي. هره علمي څانگه چې د ”پوهې” دعوا كوي، بايد ځان ته يو منطقي اېپيسټ يمولوژيكي در يځ ولري. لكه څنگه چې ساينس يو علم دى او د پوهې دعوا كوي، نو دى هم ځانته ځانگړى اېپيسټيمولوژيكي دريځ او دلايل لري. كه څه هم ساينس فلسفي ډسپلين نه دى، خو بيا هم ساينسپوهان كله كله د فلسفي پوښتنو سره مخامخ كيږي، لكه: څنگه ته خبر يى يا څنگه ته پوهي ږي؟ دې ډول پ وښتنو ته ځوا ب وركول مدام آسانه نه وي او بحث فلسفې ته غزېږي. د ساينس گڼ شمېر نامتو عالمانو د گاليليا، نيوټن، بېكن، لاك او هيوم څخه نېولې بيا تر پوپر، بورن، پلانك، آينشټاين او نورو پورې، دوى ټولو پر ساينسي فلسفې باندې گڼې ليكني كړي دي، چې موږ يې مهم ټكي دلته په لنډه توگ ه رانقلوو. 6 هدف مو دا دى چې د ساينس ښوونكي، زده كوونكي او شوقيان د ساينسي پوهې د لاس ته راړلو په طريقو او د هغه په حدودو پوه شي پوهه او باور كله چې يو مورخ ادعا كوي چې په يو شي خبر دى يا پوهيږي، آيا دا عينا داسي ده لكه يو ساينسپوه چې د يو شي پ ه اړوند د پو هې ادعا كوي؟ آيا يو ټولنپوه هم په همهغه اندازه اطمينان سره د پوهې ادعا درلودلاى شي؟ آيا د يو ملا د پوهې د ادعا ايپيسټيمولوژيكي وزن هم د ساينسپوه يا ټولنپوه يا مورخ په اندازه دى؟ طبعا د دې پوښتنو ځواب منفي دى. ساينس، ټولنپوهنه، تاريخ او اديان هر يو ځان ته ب ېلې د پوهنې او اطمينان حاصلولو طريقې لرې. د ساينسي پوهنپوهنيځې څېړنې لپاره لاندې ډول اساسي پوښتنې په نظر كښې نيولاى شو مثلا څنگه يو ساينسپوه پوهيږي چې : ١ مځكه كروي ده ٢ مځكه هره ورځ خپل پر محور راڅرخي ٣ مځكه د كاله يو ځل د لم ر پر شاوخوا راڅرخي اكثره لوستونكي او حتى ساينسپوهان لا پورته ادعاوي دستي په دستي د حقيقت په څېر مني، خو څنگه تاسو ”پوهيږئ” چې مځكه كروي شكل لري او خپل پر محور د ورځي او د لمر پر شاوخوا د كاله يو ځل راڅرخي؟ آيا تاسو په رښتيا په دې ”پوه” 7 ياست كه صرف ”باور” په لرئ؟ كه تاسو مو باور ته توجيه وركولاى شئ نو پوهه لرئ، كه نه نو صرف باور لرئ. حقيقت دا دى چې پورتني كشفيات د بېلابېلو ساينسپوهانو د كلونو كلونو زيارونو غونډه شوې او جمعي ثمره ده، لهذا ټول توجېهات يې حتى اكثرو فيزيكپوهانو ته لا نه دي معلوم. يقينا د ارسطو د ساكنې مځك ې استدلال دو مره واكمن منطق درلود چې دوه زره كاله خلك په تېر وتلي وه. ارسطو به ويل چې كه مځكه متحركه واى موږ به يې حركت حسولاى، زورورو بادونو به مدام شيان چپه كولاى، كله چې شيان مو پورته غورځولاى، هغوى به تر موږ شاته يا وړاندي لوېدلاى. دغه ټوله منطقي دلايل دي، نو څنگه بيا د نن ورځې ساينټيسټ يې پر خلاف د متحركې مځكې ادعا لري؟ څنگه دوى پوهيږي او څنگه خپلو باورونو ته توجيه وركوي؟ كه يو څوك د ”پوهې” ادعا كوي، بايد مدام قادر ووسي چې د هغه لپاره ثبوت وړاندي كړي. كه د دې امكان نه وي نو هغه ته بيا ”پوهه” نه شو ويلاى ، بلكه هغه ص رف يو ”باور” دى. موږ بايد مدام د ناتوجيه شوو باورونو منلو ته پام وساتو، كه نه د حقايقو پر ځاى به عقايد د حقيقت په صفت منو. لكه پاسكال بليز چې ويلي دي: ”عقيده د تېروتنې مور ده چې موږ هوښيارولاى خو نشي، بلكه صرف د پوهې دروغجن اطمينان راكوي ”. د پ و هې تعريف پوهه چيشي ده؟ په ايپيسټيمولوژي كښې پوهه توجيه شوو يا اثبات شوو باورونو ته ويل كيږي. په بل عبارت، نوموړې فلسفه وايي چې موږ صرف او صرف په ”س” باندې هلته پوهېدلاى 8 شو چې : ١ ” . س” واقعيت ولري ٢ موږ باورمن ووسو چې ”س” واقعيت لري، او .. ٣ موږ مو باور ته توجيه وركولاى شو د بېلگي په ډول : ١ كله چې يو څوك د وني څخه لوېږي، لاندې غورځيږي ٢ موږ باور لرو چې كله چې يو څوك د وني څخه لوېږي، لاندې غورځيږي ٣ موږ مو باور ته توجيه وركولاى شو چې كله چې يو څوك د وني څخه لوېږي، لاندې غورځيږي تر هغه حده چې د ان سان تجربې ښودلې ده، لومړۍ څرگندونه تر اوسه پورې حقيقت لري. خو بيا هم څوك هغه ته په لاندې ډول وسعت وركولاى شي : ١ كله چې يو څوك د وني څخه لوېږي لاندې غورځيږي، خو سر له راتلونكي اونۍ څخه كله چې څوك د وني څخه ولوېد، پورته هوا ته به غورځېږي د استقرايي استدلا ل پ ر بنا دواړې پورته د لومړۍ څرگندونې بڼې منطقي صحت لري، خو لومړۍ يې صحيح او دوهمه يې باطله صرف هلته راختلاى شي چې د طبيعي نړۍ د فطرت په هكله 9 يوه فرضيه ومنو، هغه دا چې: د طبېعت قوانين په هر زمان او مكان كښې يو شانته او نه بدلېدونكي دي. دغه آند ته ”د طبېعت يوو الى” وايي او پر دې باندې د ساينس بشپړ اصول ولاړ دي. د طبېعت يووالى د نسلونو نسلونو انسانانو د ژوندانه پر اوږدمهاله جمعي تجربې باندې بنا دى. همدارنگه د ليرو ليرو آسماني اجرامو او آسمانټولگ ي و مشاهدات هم د هغه گواهي وركوي پوهې ته د رسېدلو طريقې د پوهي لا س ت ه راوړنه گڼې شمېرې لارې او طريقې لري چې هره يوه يې ”ساينسي” نشي گڼل كېداى. مثلا د ټولنپوهانو، مورخينو او ملايانو د پوهې د لاس ته راوړلو طريقې د ساينسي طريقو څخه كاملا متفاوتې دي. يو ټولنپوه ممكن آندټولونې سر ته ورسوي او د ډيموگرافيك ډېټا څخه پايلې واخل ي. ي و مورخ ممكن اولنۍ سرچينو او اسنادو او لرغونو آثارو ته رجوع وكړي. يو ملا يا ”ديني عالم” ممكن د آسماني كتابونو يا مذهبي اقوالو يا د يو بل ملا پر آتوريټي او صلاحيت باندې تكيه وكړي. خو يو سا ي ن س پوه بيا د ملا په شان ادعاوي نشي كولاى، ځكه چې په ساينس كښې د ملا ي ي په څېر مطلق واك يا آتوريټي شتون نه لري. د ساينس د پوهې د حاصلولو ټوله طريقې پر انساني استدلال باندې بنا دي رشنليزم (عقلانيت) د رشنليزم پلويان باورمن دي چې منطق د پوهې سرچينه ده او نوې پوهه د زړې پوهي څخه د قياس له لارې استخراجېدلاى 10 شي. يو ډول استدلا ل چ ې ”استثنايي قياس” ورته وايي، لاندې شانته بڼه لري : ١ - كه ”الف” نو ”ب ” ٢ - ” الف ” ٣ - لهذا ”ب ” د بېلگې په ډول: ( ١ ) كه د انسان گوته پرې شي، ويني كوي. ( ٢ ) زه يو انسان يم. ( ٣ ) لهذا كه زما گوته پرې شي، ويني كوي. خبره منطقي ښكاري، صحيح؟ ښه، راځئ چې بله بېلگه وگورو. ارسطو صرف خپل د تعقل څخه په كار اخيستلو سره څرگند كړي وه چې اجسام خپل د وزن په تناسب لوېږي. يعني درانه اجسام تر سپكو اجسامو گړندي لوېږي. د عقل په حساب دا خبره كاملا طبېعي او صحيح ښكاري، خو تجربو د عقل پر خلاف ثابت كړې دي چي ټول اجسام په يوه سر عت مځك ي ته ت عجيل مومي (البته د هوا اصطكاك د هغو د كرارېدلو لامل گرځي). لهذا صرف تعقل بې له تجربې او ثبوته د پوهېدلو لپاره كافي نه دى بل مهم ټكى دا دى چې د انسان تعقل تر چاپيريالي او كلتوري تاثيراتو لاندې راتلاى شي. هر چا چې مذهبي او سياسي قشرونه څېړلي وي ښه پو هيږي چ ې خلك عموما په هغو شيانو باور كوي چې غواړي باور په وكړي. كله چې خلك د يوې مفكورې سره موافق يي، د حقيقت په څېر يې مني او برعكس كله چې هغوى د 11 كوم حقيقت سره توافق ونلري، كېداى شي د مفكورې په صفت يې رد كړي. همدارنگه له ټولنيځ پلوه كله كله د يو چا پ ه لومړ نۍ انگ ېرنې سره د هغه په اړوند ناسم قضاوتونه كيږي. نو د دومره ډېرو خاميانو سره څنگه يوازي تعقل د پوهې د لاس ته راوړلو طريقه كيدلاى شي؟ ! ريلايېبليزم (موثقيت) د ريلايېبليزم د مكتب پلويان متعقد دي چې باورونه د يوې موثقې طريقې له لارې چې د انسان تر فطري تعقل ل وړه وي توجيه موندلاى شي. داسي طريقې بايد عمومي وي او د انسان تر شخصي اغيزو لاندې را نشي، لكه د رياضي اصول يا بولي الجبر. د بېلگې په توگه د 4x + 2 = 10 څخه څوك د الجبر د قوانينو په تعقيبولو سره په موثق ډول نتيجه اخلي چې x = 2 ښه، اوس راشئ او دغه لاندې مث ال په نظ ر كښې ونيسئ چې پكښې x يو كميت او c يو ثابت نيول شوى دى x = c x² = cx c² – c² = cx – x² c) – c) = c (x – (x + c) (x x + c = c 2c = c 2 = 1 آيا ٢ واقعا د ١ سره مساوي دي؟ واضح ده چې پايله مو ناسمه 12 راوختل، ځكه چې د الجبر د يو قانون څخه مو سر غړونه وك ړل. مهم ټكى دلته دا دى چې كه ته غواړې چې د مصنوعي استنباط له لارې پوهه راوباسې، بايد بې اندازه محتاط ووسې چې د الجبر او منطق د اصولو څخه سرغړونه ونكړې، هغه هم په دې شرط چې هغه ټوله اصول درته معلوم وي كوهيرينټيزم (اجماعيت) د دې مكتب پلويان وايي: لكه د يو عمارت د خښتو انسجام چې ټوله تعمي ر ثابته ساتي، نظريات هم كله چې په منطقي توگه د يو او بل سره ملاتړ ولري، نوې پوهه لاس ته راوړي. لهذا كوهيرينټيزم پر نړيواله اجماع باندې ډېره تكيه كوي. د اجماعيتي منطق څخه بالاخره نتيجه اخيستل ك يږي چې: كه ټوله خلك په يو شي باو ر ولري، هغه باور بايد رښتيا وي. مثلا: ايران او تاجكستان د افغانستان گاونډي هيوادونه دي، يا د ايفل برج په پاريس كښې واقع دى. ټوله د سالم عقل خاوندان له دغو څرگندونو سره موافقت لري. خو بعضي مثالونه څرگندوي چې صرف د خلكو اجماع د يو باور د حقانيت د ثابتولو لپا ره كافي نه ده. مثلا يو وخت خلكو باور دلورد چې مځكه هوار ه او ولاړه ده، يا ناروغيانې د خبيثو ارواوو يا پيريانو يا د بېلابېلو خدايانو د نارضايتۍ له امله مېنځ ته راځي. خو نن ورځ اجماع موږ ته بل څه وايي اجماعيت پر ”بشپړ اعتبار” باندې ولاړ دى چې هغه خپله يوه ن اقصه فرضيه ده. د برونز د زمانې خ لكو ته كاملا معقول 13 ښكارېدل چې: مځكه تر آسمانونو لاندې ده، يا دوږخونه تر مځكې لاندې دي، يا لمر د مځكې پر شاوخوا راڅرخي. نه يوازې هغه وخت نوموړي باورونه معقول او منل شوي ”حقايق” وه، بلكه د خدايا نو سره د انسان د روحاني اړيكو وا كمنې وسيلې هم وې. خو نن ورځ ټول غلط ثابت شوي دي ” بشپړ اعتبار” ممكن په تعليمي ارگانونو لكه ښوونځيو كښې د گټي وړ تمام شي، خو پر دې طريقي باندې كلي اتكا د پوهې د حاصلولو لپاره ستونزمنه ده، ځكه چې په ډېرو مواقعو كښې صلاحيت لرو نكي لا ټول سره موافق نه وي. د مث ال په ډول ټول اديان او مذاهب د ح قيقت ادعاوي كوي مگر يو د بله بيا په مېنځ كښې سره ضد او نقيض دي. دوى ټوله خو حق كېداى نشي! بله بېلگه: فالبينان او سايستمداران ممكن د شخصي گټو په خاطر د كاذبو ادعاوو له لارې د خلكو اعتبار حاصل ك ړى وي، نو آيا د دوى ټوله ضد او ن قيضې ادعاوي بايد موږ د حقيقت په صفت ومنو؟ ! ايمپيريسيزم (تجريبيت) د ايمپيريسيزم پلويان (ننني ساينسپوهان) باورمن دى چې هغه منطق چې د مشاهدې او تجربې له لارې تاييدېدلاى شي، د پوهې د حاصلولو تر ټولو معتبره لار ده. د بېلگي په ډو ل د استدلال او مشاهدې له لارې سا ينسټيسټان پوهېدلي دي چې مځكه كرو ي بڼه لري. څارونكي متوجه شوي دي چې د شمال ستورى د هغو كسانو لپاره چې د شمال څخه سهيل ته د استوا ليكه پاروي تر 14 شمالي افق لاندې څرگنديږي، يا د بېړۍ د بادوان سر مدام د هغې د عرشې څخه ډېره موده ور وسته له افق نه غايبيږي. همدارنگه د مځكې پر شاوخوا له هر لورې نه د راگرځېدلو امكان يا د خسوف په وخت كښې پر سپوږمۍ باندې د مځكې د سايې لوېدل... دا ټوله مشاهدات د مځكي د كروي بڼې ثبوتونه دي په ساده توگه څوك خپلې د شخصي تجربې له لارې هم تر يو حده پوهه حاصلولا ى شي. مثلا كه دې سرې سكروټي ته گوته وروړل، په اثبات رسولاى شې چ ې هغه دي گوته درسوزي. ممكن گوته دي سره شي، يا تڼاكه پر راوخيژي يا سوزش وكړي. په سكروټې باندې د گوتي د سوزيدلو باور صرف باور نه بلكه پوهه ده، ځكه چې پر ثبوت او سالم استدلال ولاړه ده. خو بايد هې ر نه كړو چې شخصي تجارب مدام په م طلق ډول پوهه نشي حاصلولاى. بعضي تجارب ممكن د بېلابېلو خلكو له خوا په بېلابېلو ډولونو تحليل شي. بعضي خلك د شخصي تجاربو پر بنا خرافاتي باورونه اختياروي چې د نورو خلكو د مشابهو شخصي تجربو سره تناقض لري. د شاهدانو نشتون چې د مدع ي تجربه دي د هغه په شان تحليل كړ اى شي، د شخصي تجربې د لارې نه د حاصل شوي باور ضعف څرگندوي د ټيكنالوژۍ پرمختگ زموږ حواسو ته وسعت وركوي. نوې مشاهدات نويو كشفياتو ته لاره هوار وي چې ممكن حاضره ساينسي پوهه نامكمله راوباسي. د ساينس تاريخ په داسي ماډلونو 15 ډك دى چې د وخت په بهير كښې باطل ثابت ش وي دي. د ټولو نننيو منل شوو ساين سي تيوريانو لكه لمريز نظام، تكامل، اټم، د جاذبې قوه او داسي نورو د تواريخو بياكتنه څرگندوي چې ساينسپوهان خپل زيات شمېر وخت د ثبوتونو په رڼا كښې د مجددو ساينسي ماډلونو په جوړولو، مقايسه كولو، ا متحانولو او بيا كتنو تيروي. له ه مدې كبله ساينس هيڅكله د مطلق او تلپاته حقيقت ادعا نشي كولاى. خو دا د دې معنا نه لري چې د ساينس اوسنۍ پوهه ضعيفه ده. د منل شوي ساينس د اكثرو اساسي برخو د بدلېدلو احتمال ډېر لږ دى، ځكه چې پر خلاف يې هيڅ منطقي دليل شتون نلري استقرا، استنتاج او احتمالي قياس استقرايي او استنتاجي استدلال د ايمپيريسيزم يا تجريبيت د مېتودولوژۍ اساس تشكيل كړى دى. استقرا د منطقي استدلال يوه طريقه ده په كوم كښې چې د څو ځانگړو نمونو د ټولگۍ څخه عمومي پوهه را ايستل كيږي. په استنتاجي استدلال كښې بيا برعكس د عمومي پوهې د اصولو څخه ځانگړ ې پوهه استخراجيږي. مثلا: د ميوو په پلورنځۍ كښې د خوږو مڼو په لټه كښي يې، مخې ته دې د مڼو خرمن پروت دى او غواړې معلوم كړې چې دغه مڼې خوږې دي كه تروې. په يوې مڼې غاښ لگوې، تروه راوځي. په بلې غاښ لگوې، هغه هم تروه راوځي. مخكي له دې څخه چې دريمه مڼه امتحان كړې ، د مڼو پر خرمن اوږد نظر تېروي او متوجه كيږي چې مڼې ټوله كلكې او شنې درته ښكاري. لهذا پايله اخلې چې: د خرمن ټوله مڼې تروې دي 16 او د رانيولو څخه يې منصرف كيږې. د منطق له لحاظه په دې مثال كښې ستا د استدلال پروسه په لاندې توگه افاده كيږي : ١ ټوله كلكي او شنې م ڼې تروې وي ٢ دغه مڼې كلكي او شنې دي ٣ لهذا دغه مڼې تروې دي پورته ډول استدلال ته استقرا وايي. يعني ته د څو نمونه يي ثبوتونو پر بنا عمومي پايلې ته رسيږې. همدا شان ستا وروستى استدلال په لاندې توگه افاده كيږي : ١ لكه څنگه چې دغه ټوله مڼې تروې دي ... ٢ زه ي ې هيڅ يوه هم نه رانيسم پورته ډول استدلال ته په منطق كښې استنتاج ويل كيږي، په كوم كښې چې تا د استقرايي استدلال له پايلې څخه ځانگړې استنتاجي پرېكړه وكړل د يادونې وړ ده چې تش استقرا او استنتاج د ساينسپوه لپاره ارزښت نه لري او نه هم دى يا دا د هغو پر بنا د پ وهې ادعاوي كوي. لكه: ( ١ ) ټوله وړانگي په مستقيمې ليكې مزل كوي. ( ٢ ) زموږ څخه وړانگه شته، نو ( ٣ ) لهذا څه چې زموږ سره شته، په مستقيمې ليكې مزل كوي. دغه ډول تش منطق په ساينس كښې هيڅ مهم نه دى، بلكه د پوهې په صفت د منلو لپاره يې مشاهدوي ثبوت ته اړتيا ده 17 احتمال ي قياس په ساينس كښې بېلابېلو منطقي تحليلاتو ته سا وركوي او د هايپوتيسيسونو يعني ساينسي وړانديځونو يا نظرياتو اساس تشكيلوي. په احتمالي قياس كښې عموما د موجوده پوهې په كار اخيستلو سره هايپوتيسيسونه په داسي توگه طرح كيږي چې د ستونزي په اړوند تشرېح او پېشبينۍ وړاندي كړي. مثلا د مڼو په بېلگي كښې څوك كولاى شي هايپوتيسيس جوړ كړي چې: خوږ والى د بورې يا قند څخه مېنځ ته راځي، لهذا په شنو او كلكو مڼو كښې د خوږوالي نشتون بايد په دوى كښې د طبېعي قندونو د نشتون له امله وي. دا نظر هم د مڼو د ناخوږوالي تشرېح وركوي او هم دا سي وړاندوينې وركوي چې څوك يې امتحان كړاى شي. البته په احتمالي قياس كښې ساده توب ته عموما ترجېح وركول كيږي. مثلا سهار وختي راويښېږې او وينې چې دسترخوان هوار دى او په خواړو لړلې مگر تش لوښي پر پراته دي. دا څنگه كيسه ده؟ ته د دغې معما د حلولو لپاره دوې نظريې وړاندي كوې : ١ ملگرى دي د شپې ناوخته وږى شوى او ډوډى يې خوړلې ده، خو د لاسه يې نه كېدل چې دسترخوان ټول كړي ٢ ملگري دي ستا د غولولو لپاره دا ټوله زيار اي ستلى دى په احتمالي قياس كښې لومړۍ نظريې ته ترجېح وركول كيږي، ځكه چې ساده ده او احتمال يې ډېر دى 18 د ساينسي استقرا پروسه پر مشاهدې او تجربې باندې ډېره ولاړه ده. ژوندپوهان، مځكه پوهان او هواپوهان خپل اكثره وخت د طبېعت په څار باندي تېروي او نمونې راټولوي او بيا د هغو څخه د عمومي پايلو اخيستلو هڅې كوي. همدا رنگه په فيزيك كښې د نيوټن د حركت قوانين او جاذبوي قانون، د اوم قانون، د انرژۍ او چارج د تحفظ قوانين او داسي نور ټوله د تجرب ې پر بنا د استقرا بېلگي دي. د يادونې وړ ده چې په نظري فيزيك كښې هم استقرا ډېره موث ره ثابته شوې ده او نويو كشفياتو ته يې لاره موندلې ده، لكه: د مكسوېل د اليكټرومقناطيس تيوري يا د آينشټ اين نسبيت استنتاج هم په ساينس او انجينيرۍ دواړو كښې ډېر د استعمال موارد لري. په ځانگړو حالاتو كښې د فورمولونو له لارې وړاندوينې د استنتاج يو عام د استعما ل مورد دى. مثلا يو موټر په يوې معينې كتلې او واك سره څومره گړندى تللاى شي، يا د يو معين ولټاژ او مقاو مت څخه څومره د برېښنا بهير راوتلاى شي او داسي نور. اكثره ټيكنالوژيانې چې تاسو نن گټې ځنې اخلئ د استنت اجي پروس و په لړ كښې ډيزاين شوي دي: د نانوټيكنالوژۍ څخه نيولې بيا تر الوتكو او سټلايټونو پورې ستورپوهانو هم د استنتاج څخه ډېره موثره استفاده كړې ده. مثلا ا ې ډوين هبل د ستورو او آسمانټولگ ي و د څار څخه د كايناتو عمر محاسبه كړ. يا تر هغه وړاندې د نيوټن د جاذبوي قانون ا و يوې سپوږمۍ د مدار څخه ستورپوهانو د مشتري سيارې كتله استنتاج كړل 19 ساينس او ايمپيريسيزم ساينس پر منطقي استدلال او عيني ثبوتونو باندى بنا پوهه ده. كه څه هم دا آزمايښتى علم دى خو په عين حال كښې ډېر مستحكم او پايداره اصول لري چې د تغير احتمال يې تر زياته حده نشته. د ساينس منل شوي پوهې داسي پوهې دي چې وړاندوينې كوي او د گڼو شمېرو مثبتو او منفي امتحانونو څخه بريالۍ راوتلي دي تر څو د منلو وړ گرځېدلي دي. په ساينس كښې كوم مركزي صلاحيت يا آتوريټي نشته بلكه خپله طبېعت د سمو او ناسمو څرگندونو پرېكړند وى دى. تر ساينسي انقلاب وړاندې صحيح او غلط وړانديځونه د سنتي او مذهبي مقتدرينو لخوا په د وگمتيكي توگه متمايزېدل. تر ساينسي انقلاب وروسته د اصولو، قوانينو، نظرياتو، تيوريانو اوهايپوتيسيسونو حقانيت د بېطرفانه ثبوتونو او منطق په رڼا كښې ټاكل كيږي د ساينسي پوهې حدود لكه څنگه چې د ساينس پايلې بالاخره پر عيني او تجربوي ثبوتونو با ندې درېږي، هغه نشي كولاى چې داسي پوښتنو ته ځواب وركړي چې عيني يا تجربوي بنسټ ونلري. د بېلگې پ ه ډول ساينس نشي كولاى چې د اوږو پر سر مو ملايكې دروشمېري يا د خداى شتون يا نشتون ثابت كړي. سا ينس نشي كولاى چې اخلاقي پوښتنو ته ځواب وركړي. ساينس نشي كولاى چې د انس اني ارزښتونو پر بنا قضاوت وكړي. خو ساينسي موندنې كولاى شي چې د نويو معلوماتو په محيا كولو